په هالندکی دافغانستان ددمـــوکـــراسی اوپرمختګ دټولــیزغورځنګ دپلویانوپیغام
دافغانستان ددمـــوکـــراسی اوپرمختګ  دټولــیزغورځنګ دپلویانوپیغام دافغانستان ددمـــوکـــراسی اوپرمختګ دټولــیزغورځنګ دپلویانوپیغام

 ګرانوملګرو!

                  ترهرڅه وړاندی په هیوادکې ددمـــوکـــراسی اوپرمختګ  دټولیزغورځنګ  دثبت اورسمی کیدوله امله په هالند کی دنوموړی غورځنګ دپلویانو لخواتاسی،افغان ولس  اوهغووطنپالوونکوته چې دوطن دآبادی اوځوریدلي افغان ولس ته ددمـــوکـــراسی اوپرمختګ هوډمن  بیرغ یې لوړساتلی،دزړه له کومی مبارکی او نیکی هیلی وړاندی کوو.

                کله چې په هیوادکی د افغانستان  جمهوری دولت دبهرنیواوکورنیودسیسیوپه نتیجه کی دماتی سره مخامخ کیږی دپردیونوکران  دخپلوبهرنیوبلواسګروبادارانوپه مستقیمه مرسته دوطن اوخلکو په برخه لیک منګولي ښخوی  چې له ځنډه یې دوطن په ملی دولتی پانګو،موزیمونواوتاریخی اثارواوبانکونواودخلکوپه مال اوعزت تالان ګډ کړ اودمالونودویش په اړوندپه خپل منځی  جګړوپیل کوی چې پایله يې دهیوادوراني اوپه زرګونو بې ګناهو خلکوچې پکښی ښخۍ، نارینه اوکوچینیان شامل وو په شهادت ورسیدل زیات شمیر خلک دخپلوکورونوڅخه بی ځایه اوځیني دوطن پریښودلوته اړشول .

                په دی لړکی تاسی اوستاسی په څیریوشمیرژمـــــن اوهــــوډمن روڼ اندی(روښانفکــــران) چې د سولـــــــی ،دموکراسی اودوطن دپرمختګ  سره یې مینه درلوده،خپل برخلیک یې دخلکواودهیوادبرخلیک سره یوځای ،دخپل سراومال په سوداسره دخپلـــــوویاړلوشهیـدانواوقهــــرمانانو وینوته ددرناوي اودهغوی دسپیڅلوهیلودژوندی ساتلوپه خاطــــرمودملــــې،دموکراتیکوځــــواکونوبیـرغ   دمنځنیوپیړیودتنظیمی اوطالبی زورځواکو رژیمونوپه تورتم کې  لوړاورپانده وساتلو.

             کرانوملګرو!

                موږستاسي تګ لاره(برنامه) چې دمشعل په ځلانده میاشتني جریده کې خپره شوی په غورسره ولوستله اودا راته جـــوته شـــوه چـې ستاســــی تګ لاره ،چــې په هغـــی کـــې دهـــیوادملــــی استقلال اوحاکمیت ټینګښت

،ځمکنۍ بشپړتیا،دورونوملیتونوترمنځ یووالي ،دخلکوسوکالي،اودیوی مدنی  واکداری رامنځته کیدل اودهرډول ظلم اوتبعیض څخه پاکی ټولنۍدجوړیدوپه اړونداستراتیژی په علمې توګه په کې ځای پرځای شویده کاملآ دتاییدوړدی .

             موږباورلروچې دهیوادپه اوسنیو شرایطــــوکې ستاسی وړاندی شوی تګ لاره دهیواددکین اړخـــو(چپو) دموکراتیکوځواکونوپه نــــوم پیــــام،چې پرته دځان غوښتني څخه دهیواددټولوملی ،مترقی نویوغوښتوونکواودموکراتیکوقـــوتونودیووالـــــی په ضرورت ټینګارکـــــوی ،ستاسی دوطن پالنــی ډیره ښه نمونه اونیک نیت ښکارنــــدوی دی چـــې ددی موخـــو،هیلــــواوامرلاښه تره تحقق  په یوټـــولـــیزسیاســــی پرمختګ غوښتوونکې غورځنګ کې دټولوکین اړخو(چپو) اومترقی  ځواکونوراټولیدل،زموږپه وطن کې دسولی ،دموکراسی  اودیو مدنی ،پرمخ تللی اوعادلانه ټولنی جوړښت تضمینوي .

                 ګرانوملګرو!

                په داسی حال کـې  موږهم ستاسی په شان دهیواددابادی اوخلکـــوته دســــوکاله ژونددبرابرولـــو،دملــــی واکداری(حاکمیت) ټینګښت،سیاسی استقلال،دخاوری بشپړتیااودهرډول زورزیاتی له منځه وړلواوپه پای کې په سرلوړی افغانستان کې دیوی مدنی اوپه ټولنیز عدالت  ولاړی ټولنۍ دجوړیدوڅخه پرته بل ارمان نلرو،نوځکه موږپه کلک دریځ سره خپل ځانونه ستاسی دوړاندې سوی تګ لاری په پلی کولوکې مکلف ګڼواوخپل سیاسی اوسازمانی پیوستون اویووالی  دغوړیدلی افغانستان  دجوړیدوپه هیله له ستاسی سره اعلاموو.

   مخ په وړاندی  په یوواحدسازمان کې دهیواددټولوملې ،دموکراتیکواوترقی غوښتوونکوځواکونودیوموټې کیدو په لور.

     

 

 

                        

 

 

 

 


April 10th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها